اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

جاپان د یوه افغان کډوال ماشوم ته تابعیت ورکوي

دید خبرې آژانس: د جاپان سترې محکمې د افغان کډوالو یوې ماشومې نجلۍ ته چې په دغه هېواد کې زیږېدلې د جاپاني تابعیت لرلو اجازه ورکړې او د ماشوم د کورنۍ د محکمې ردول یې لغوه کړي دي.

وکیل یاسویوکي ناګاي وویل چې احتمالا دا د ناګویا  سترې محکمې لمړنۍ پرېکړه ده، چې چهارشنبه په جاپان کې د افغان والدینو يو ماشوم ته د کورنۍ د ثبت کولو دفتر خلاصوي.

د جاپان د تابعیت د قانون له مخې، هغه ماشوم چې په دغه هېواد کې زېږېدلی وي او مور او پلار دواړه یې بهرنیان وي او دواړه بې وطنه وي، د جاپان تبعه ګڼل کېږي.

قاضي القضات یاسوهيرو هاسګاوا په خپلې پرېکړه په اړه ويلي چې د نجلۍ مور او پلار په ٢٠٢٢ کې په جاپان کې د زیږون پرمهال په عملا بې وطنه وو ځکه چې افغانستان د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته خپل نړیوال حیثیت له لاسه ورکړی و.

د کډوالۍ د خدمتونو د ادارې په وینا، جاپان په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه یوازې نهو تنو ته د کډولو حیثیت ورکړ، خو دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۱۴۷ او په ۲۰۲۳ کال کې ۲۳۷ تنو ته لوړ شو.

ناګاي وویل، «موږ کولی شو د هغو ماشومانو په شمېر کې د زیاتوالي تمه ولرو چې مور او پلار یې (له خپل هیواده) تښتېدلي وي، نو دا پر همدې بنسټ، دا یوه بریالۍ پرېکړه ده.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا