اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

په افغانستان کې د خلکو پر امنیت او خوندیتوب د ګوترېش ټینګار

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په دایکنډي کې د هزاره توکمو وژنه غندلې او هغه یې «شرموونکې» بللې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجاریک په یوې خبری ناسته کې وویل، چې انتونیو ګوترېش په افغانستان کې د ولسي خلکو پر امنیت او خوندیتوب ټینګار کړی.

نوموړي د جمعې په ورځ (د وږي په ۲۳مه) یوې خبري ناستې ته ویلي، چې ښاغلي ګوترېش د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او هغوی ته یې ډاډګېرنه ورکړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر (یوناما) هم د جمعې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په یوې خبرپاڼه کې د وژل شویو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ، د پېښې په اړه د څېړنو او په دې برخه کې یې د طالبانو د ځواب ویلو غوښتنه کړې وه.

د پنجشنبې په ورځ په هزاره ولسي وګړو د غور او دایکنډي تر منځ پر غځېدلې لار د قرودال په سیمه کې د یو برید له امله لږ تر لږه ۱۴ تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول.

له دغه برید څو ساعته وروسته داعش ډلې د برید پړه ومنله او ویې ویل، چې په دغه برید کې یې ۱۵ تنه وژلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا