اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

مېنټ ورځپاڼه: حمزه بن لادن ژوندی دی او د سپټمبر د ١١ په څېر برید کوي

دید خبرط آژانس: «مېنټ» هندۍ ورځپاڼې  په یوه راپور کې د کارپوهانو په حواله ویلي چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن ژوندی دی او له افغانستانه پر لوېدیځ د سپټمبر د یوولسمې په څېر یو بل برید پلانوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د «ښکاره وژل شوي اسامه بن لادن» زوی اوس د القاعده شبکې مشري کوي.

طا-لبانو تر دې مخکې له القا/عدې سره اړیکې او د دوی تر ادارې لاندې په افغانستان کې د دغې ډلې فعالیت رد کړی دی.

خو په دغه رپور کې راغلي چې ۴۳ کلن حمزه بن لادن نه یوازې دا چې په ۲۰۱۹ کال کې د سي آی اى له عملیاتو څخه ژوندی پاتې شوى، بلکې له خپل ورور عبدالله بن لادن سره په ګډه د طا-لبانو تر ادارې لاندې له افغانستانه د القا/عده شبکې مشري کوي.

مينټ ورځپاڼې ليکلي، چې دواړو وروڼو په افغانستان کې د «القا/عدې د ترهګرۍ» لس ستر روزنيز کمپونه جوړ کړي او له نورو هغو ډلو سره يې نړيوال اړيکې ټينګې کړي، چې له لوېديځ څخه کرکه لري.

دې ورځپاڼې د یوه تحلیل په اساس لیکلي دي چې حمزه بن لادن خپل زیات وخت په ننګرهار ولایت کې د ۴۵۰ نښان ويشتونکو تر دایمي ساتنې لاندې تېروي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د القا/عدې پخوانی مشر نه یوازې ژوندی دی؛ بلکې د دې شبکې په بیا راژوندي کولو کې فعاله ونډه اخيستې ده او «د طا/لبانو لوړ پوړي مشران له دې مسٸلې خبر دي.»

دغې ورځپاڼې د میرر مجلې د یوه راپور په حواله لیکلي: «د طا-لبانو مشران له حمزه بن لادن سره منظمې ناستې کوي او د هغه او کورنۍ امنیت یې برابروي.»

د دې راپور په یوه برخه کې راغلي چې د حمزه بن لادن تر مشرۍ لاندې د القا/عده شبکه بیا منظمه شوې او پر لوېدیځو اهدافو د راتلونکو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.

مېنټ په دغه راپور کې ویلي چې حمزه بن لادن له ایمن الظواهري سره چې د خپل پلار ځای ناستی یې و او د القا/عده شبکې مشري يې کوله، له نږدې کار کاوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ سپینې ماڼۍ په ۲۰۱۹ کال کې اعلان وکړ چې د امریکا ځانګړو ځواکونو په غزني ولایت کې پر حمزه بن لادن بریالی برید کړی دی.

خو د مېنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د حمزه بن لادن په مشرۍ القا/عده شبکه له دا/عش سره همکاري کوي، چې پر لوېديځ يې د سپټمبر د يوولسمې نېټې د يو بل بريد وېره ډېره کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا