اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

امریکا د هزاره ټبرو د خوندیتابه لپاره د چټکو امنیتي ګامونو غوښتنه وکړه

دید خبرې آژانس: د امریکا متحده ایالت بهرنیو چارو وزارت ویلی چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د ټولو زیان منونکو په تېره بیا د هزاره ټبرو د خوندیتابه لپاره د چټکو امنیتي تدابیرو د نیولو غوښتنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د جمعې په ورځ (د وږي په ۲۳مه) ویلی:« امریکا د هزاره قوم پر وړاندې د دغه بې مانا برید په کلکه غندنه کوي. موږ د هغو سره خواخوږي لرو، چې په دغه پېښه کې یې دوستان او خپلوان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.»

د دغه وزارت ویاند د دغې پېښې د عاملینو د نېولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

له دې سره هم‌مهاله د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې کرن ډېکر د جمعې په ورځ په خپله اېکس پاڼه د دغه برید غندنه کړې وه.

مېرمن ډېکر د پېښې قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ له واکمنو چارواکو غوښتي و، چې برید کوونکي دې ژر تر ژره ونیسي او په سزا دې ورسوي.

وړمه ورځ د دا/عش خراسان ډلې څوارلس هزاره ټبري د غور او دایکنډي پر لاره ووژل، چې دغه برید په پراخه کچه وغندل شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا