اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

خیرالله خیرخواه له یوې روسۍ وزیرې سره وکتل

دید خبرې آژانس: په داسې حال کې چې د طا-لبانو نوی قانون نارینه او ښځې له یو بل سره له ناستې او خبرو منع کوي، د طا-لبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه په مسکو کې د روسیې د کلتور له وزیر الګا لوبیمووا سره وکتل.

د روسیې د کلتور وزیرې په خپل ټیلیګرام چینل کې اعلان کړى چې په دې لیدنه کې دوی د «دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري همکارۍ پیاوړتیا» په ګډون د موزیمونو او لرغون پېژندنې موسسو ترمنځ د اړیکو او همدارنګه د پوهنې په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.»

د طا-لبانو د امربالمعروف قانون د ځینو مادو له پلي کېدو سره سره، چې ښځې پر مخ پټولو مکلفوي او آن د ښځو غږ د «عورت» په توګه تعریفوي، راپورونه ښیي چې د ځينو طا-لب چارواکو له بهرنیو ښځو سره په غونډو کې برخه اخیستې ده.

د خپرو شويو راپورنو له مخې، چې وږي په ٩مه، د خپاره شوي، ښيي، په تېرو لسو ورځو کې د يو شمېر طا-لب چارواکو له خوا د دغه قانون له پنځو مادو څخه سرغړونه شوې ده.

په ځانګړې توګه د دغه قانون ۱۹ ماده چې د نارینه او ښځو تر منځ هر ډول ګډې ناستې او خبرې اترې منع کوي، داسې ښکاري چې په ځینو مواردو کې له پامه غورځول شوي دي. په همدې حال کې افغان اتباعو د دغه قانون پر تبعیضي تطبیق نيوکه کړې ده.

د ښځو د حقونو فعالې هدیه صاحبزاده له آمو سره په مرکه کې وویل: «د افغان ښځو په اړه د طا-لبانو تګلاره له هغو ښځو سره توپیر لري چې له نورو هېوادونو څخه دې هېواد ته د خبرو اترو لپاره راځي. کله چې له خارجه یوه ښځه دلته( افغانستان) راځي او د طا-لبانو له پلاوي سره خبرې کوي، آيا د افغان ښځو محرومیت تر پوښتنې لاندې نه راځي؟ دا بندیزونه یوازې له ټولنې څخه د افغان ښځو د بشپړ ایستلو لپاره دي.»

که څه هم د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون پر تطبیق ټینګار کړی؛ خو د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د دغه قانون په اړه توند غبرګونونه ښودلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا