اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د هبت الله له فرمان وروسته د کوکنارو په کښت کې کمښت راغلی

دید خبرې آژانس: د کړکېچ نړۍوالې ډلې په یوه راپور کې ویلي چې، د اسلامي امارت د مشر له فرمان وروسته، په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کمښت موندلی دی.

د دغه بنسټ په وینا، دغې مسئلې د ۷ مېلیونه تنو له هغې ډلې د ښځو او د بې‌وزله کاګرانو ژوند تر اغېز لاندې راوستی دی.

په دغه راپور کې همدارنګه راغلي چې، بزګرو په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې ۱٫۳ مېلیونه ډالر یا ۸ سلنه ناخالص کورني تولیدات له لاسه ورکړي دي.

د کړکېچ د نړۍوالې ډلې په راپور کې راغلي:«د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د کوکنارو د کښت بندېدو د نږدې ۷ مېلیونه وګړو پر ژوند اغېز کړی، په داسې حال کې چې، د ځمکې لاندې پاچاهانو او د ځمکې سترو مالکانو تر همدغه بندیز لاندې وده کړې، د زیرمو په لوړه بیه پلورلو سره ګټه ترلاسه کوي، ډېری بزګران زیانمن شوي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، د کوکنارو د کښت بندېدو د شاوخوا ۷ مېلیونه وګړو ژوند اغېزمن کړی. دا ناشونې ده چې، دا خلک به په یوه په ټپه ولاړ او منحل اقتصاد کې بله دنده ومومي. کروندګرو په ۲۰۲۳ کال کې یو اعشاریه درې مېلیارده ډالر یا ۸ سلنه کورني ناخالص تولیدات له لاسه ورکړي دي.»

د یاد راپور په بله برخه کې راغلي چې، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې طرحه د ډېرو بهرنیو لوبغاړو په ګټه ده او د مرسته کوونکو لپاره فرصتونه رامنځته کوي؛ څو د افغانستان له اقتصادي ثباته ملاتړ وکړي او په غیر کرنیزو برخو کې د دندې رامنځته کولو اقدام وکړي او د سیمې هېوادونه باید د خپلو ګټو او د ګاونډیو د ثبات لپاره په ټرانسپورټي شبکو او سوداګریزو ترتیباتو کې د افغانستان د ادغام ملاتړ وکړي.

بلخوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي چې، په هېواد کې کروندګرو ته د بدیل کښت د برابرولو لپاره هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله زیاتوي:«په تېره اوونۍ کې یې لومړنۍ غونډه وه، هیله ده چې، د دغه کمېسیون له فعالیت وروسته به، بزګر چې، د نشه‌يي توکو د کښت له منعه کېدو وروسته ډېر زیانمن شوي دي او دا یو څرګند حقیقت دی چې، د افغانستان ډېری وګړي زرعت پېشه دي او هغوی ته داسې بدیل کښت په کار دی چې، هغوی له هغې لارې وکړلای شي خپل اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، اسلامي امارت په ځلونو ټینګار کړی چې، په هېواد کې نشه‌يي توکي صفر ته رسېدلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا