اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍګزارش

بنېټ: د نړۍوال محکمې ملاتړ غواړو

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري ضد جرمونو په اړه د جرمونو د نړۍوالې محکمې له څېړنو او طا-لبانو ته د سزا ورکولو ملاتړ وکړي.

ریچارډ بېنېټ ویلي، چې افغانستان ته د سفر د بندیز سره، سره به په دغه هېواد کې د بشریت ضد جرمونو مستند کولو ته دوام ورکوي.

تر دې مخکې ریچارډ بېنېټ د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی و، چې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني او د افغان ښځو له حقونو څخه د “سیسټماتیکو سرغړونو” په اړه د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د طا-لبانو د محاکمه کولو لپاره شکایت وکړي.

د روم په اساسي قانون کې چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې د جوړېدو بنسټ دی، جنسیتي ځورونه د بشریت ضد جرم ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه د ریچارډ بېنیټ د راپورونو په ګډون د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د جنسیتي توپیر د پېژندلو وړاندیز د دې لامل شو، چې طا-لبان افغانستان ته د هغه پر سفر کولو بندیز ولګوي.

بېنېټ نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل:« افغانستان ته زما د لاسرسي د منعه کولو پرېکړې زما د دندې د سرته رسولو مخه نه ده نیولې او نه یې هم نیولی شي.»

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې له افغانانو سره د مشورې له لارې به د بشري جرمونو مستند کولو ته دوام ورکړي.

ریچارډ بېنېټ وویل:« زه د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن یم، چې یو باثباته، ټول ګډونه او سوکاله هېواد رامنځته شي او له ګاونډیانو سره په امن کې ژوند تېر کړي.»

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل، دا مهمه ده چې د قربانیانو غږ واورېدل شي او په راتلونکو بحثونو کې برخه واخلي.

نوموړي د یوې هر اړخیزې تګلارې په جوړولو ټینګار وکړ، چې له مخې یې طا-لبان ځواب ورکولو ته اړ باسي.

بېنېټ یو ځل بیا د افغان مېرمنو د مبارزې ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دوی په افغانستان کې دننه او بهر د الهام سرچینه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا