Uncategorizedاسلایدشوافغانستانامنیت او حوادث

د طا-لبانو او پاکستاني ځواکونو تازه نښته/16 طا-لبان وژل شوي

دید خبرې آژانس: اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د سرچینو له قوله ویلي، چې د خوست په ځاځي میدان کې د پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې ۱۶ طا-لبان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه خبر له مخې؛ په دغو نښتو کې د طا-لبانو دوه ټانکونه هم له منځه تللي دي.

دغې رسنۍ خبر ورکړی، چې پاکستاني ځواکونو د افغان پولې په اوږدو کې د دغه هېواد پر پوځي پوستو د طا-لبانو له بريد وروسته غبرګون ښودلی او په پايله کې د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه پیل شوه.

د دغه رپوټ له مخې؛ د طا-لبانو او د پاکستان د فوځ تر منځ نښتې د وږي مياشتي د ۱۷مې نېټې له سهار څخه بیا تر وږي د ۱۹مې نېټې تر ماښامه دوام وکړ.

ایکسپرېس ټریبیون لیکي، چې دا ډزې د افغانستان له پلوسین سیمې څخه پرته له کوم ځانګړي دلیل څخه پیل شوې دي.

طا-لب چارواکو تر اوسه د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې جیونیوز او د پاکستان دولتي راډیو د خپلو سرچینو په حواله ادعا کړې وه، چې په دغو نښتو کې د طا-لبانو دوه قوماندانان هم وژل شوي دي.

د شام سیمه ییزو سرچینو د شنبې په ورځ ویلي وو، چې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې په تېره اوونۍ کې د دویم ځل لپاره د دواړو لورو د ځواکونو تر منځ پر ډېورنډ کرښه نښته شوې او په دې نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button