اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍټولنه

اوچا: په افغانستان کې خلک کافي سرپناه نه لري

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په افغانستان کې نږدې یو پر درېیمه برخه کورنۍ ژوند لپاره کافي سرپناه نه لري.

اوچا نن (دوشنبه، وږي ١٩مه) په یوه پیغام کې ویلي چې دوی یوازې د ١۴.٦ میلیون ډالر ترلاسه کړې، پداسې حال کې چې سږکال د بحران د حل لپاره ٢٢٧ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دغې ادارې همداراز ویلي چې په افغانستان کې ۱۰.۷ میلیونه خلک بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري.

اوچا مخکې راپور ورکړی و چې د افغانستان نیمایي نفوس په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي. د راپور له مخې، په افغانستان کې ۸۰ سلنه کورنۍ په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې هر غړی یې د ورځې له یو ډالر کم عاید لري.

د اوچا په وینا، د ٢٠٢۴کال پای ته رسېدو ته یوازې څلور میاشتې پاتې دي، د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ بسپنو یوازې ٢۵ سلنه چمتو شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا