اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

بایډن له افغانستان څخه په وتلو کې خپل شخصي میراث ته ترجیح ورکړه

دید خبرې آژانس: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د جمهوري غوښتونکو اوږد راپور کې، چې ټاکل شوې، د دوشنبې په ورځ د استازو جرګه ته وړاندې شي، ولسمشر بایډن تورن کړ چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې د امریکا ملي امنیت ګټو پرځاى « سياست او شخصي ميراث» ته په لومړیتوب ورکولو تورن کړى دى.

سي بي اېس نیوز راپور ورکړى چې دغه راپور ولسمشر او د هغه اداره تورنه کړې چې د متحده ایالاتو د ځواکونو صفر ته د کمولو خطرونو په اړه د نظامي چارواکو ، د ملي امنیت سلاکارانو او متحدینو بار بار خبرداری له پامه غورځولى. راپور ادعا کوي چې بایډن «خپل شخصي سیاست او میراث ته د امریکا پر ملي امنیت ګټو لومړیتوب ورکړى دى.»

په راپور کې د جوبایډن پر ادارې همداراز  د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ګډوډې او مرګوني وتلو د مديريت په څرنګوالي هم سختې نیوکې شوې دي.

 دغه راپور، چې متحده ايالاتو د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د رٸيس مایکل مک کال په مشرۍ د درې کلنو څېړنو په پایله ده، د بایډن اداره د ملکي خلکو د ایستلو او د حکومت د بیلابیلو برخو ترمنځ د کمزوري همغږۍ په اړه د ناوخته پرېکړو کولو تور لګوي.

په راپور کې ویل شوي چې د ملکي وګړو ایستل یوازې په رسمي توګه د اګست په ۱۶ پیل شول، په داسې حال کې چې دا پرېکړه باید مخکې شوې وای. راپور همدارنګه د وړ افغان اتباعو لپاره د وتلو اسنادو په بشپړولو کې ستونزې او د واشنګټن او کابل چارواکو ترمنځ کمزوري اړیکي او نورو مساٸلو ته اشاره شوې ده.

راپور ټینګار کوي چې په نړۍ کې د امریکا اعتبار سخت زیانمن شوی دی.

راپور وايي، «موږ خپل افغان متحدین، چې موږ یې د ساتنې ژمنه کړې وه، د طا-لبانو په غچ اخيستلو ته پرېښودل،»

په راپور کې د بایډن پر ادارې همداراز نیوکه شوې چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال یې د هغو امریکايي پوځیانو ته اخلاقي زیانونه اړولي چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې ده.

د ۲۰۲۴ کال د نوامبر تر ولسمشریزو ټاکنو په نږدې کېدو له افغانستانه د امریکا وتل یوه توده موضوع ګرځېدلې ده.

جمهوري غوښتونکو د دغه راپور په خپرولو د بایډن پر ادارې د ناکامیو له امله نیوکه کړې او دا یې په ١٩٧٥ کې له ویتنام څخه د ویجاړونکي وتلو په پرتله «د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ ترټولو بده ناکامي» بللې.

دا ٢٤٠ مخيز راپور د حکومت په مختلفو کچو کې د اړیکو ناکامۍ او د وتلو بحران په اداره کولو پر ناتوانۍ تمرکز کوي. د جمهوري غوښتونکو په وینا، له افغانستان څخه د وتلو د شرایطو وړ اتباعو لپاره د اسنادو په بشپړولو کې ستونزې، او همدارنګه په افغانستان کې د متحده ایالاتو او واشنګټن ترمنځ د مؤثره خبرو اترو ناکامي د بایډن د ادارې له مهمو کمزوریو څخه دي.

په همدې حال کې، دیموکراتانو دا راپور رد کړی او دا یې «په ښکاره ډول ګوندي» او د ټاکنیزو موخو لپاره د تراژیدي سیاسي ګټه اخیستنه بللې ده. دوی ټینګار کوي چې د بایډن ادارې د متحده ایالاتو په تاریخ کې ترټولو لوی بشري هوایی عملیات ترسره کړي او د هېواد تر ټولو اوږده جګړه یې پای ته رسولې ده.

د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، دیموکراتان په دې باور دي چې د جمهوري غوښتونکو راپور هیڅ نوي معلومات نه وړاندې کوي او یوازې د دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او نورو ادارو لخوا د جلا څېړنو موندنې تکراروي.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې شول او په راتلونکي کال کې له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه ووتل.

نيويارک ټايمز يادونه کړې، چې راپور له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د اګسټ د ۲۶مې نېټې د بريد په اړه نوي جزئيات نه دي وړاندې کړي او نه هم په دې عملياتو کې د کاملا هرېس د مهم رول په اړه هېڅ شواهد پکې نشته.

دا راپور، چې د بایډن د وتلو د کړکېچ په اداره کولو کې د جمهوري غوښتونکو نیوکو سره یوځای دی، د دوی ژمنې ته اشاره کوي چې د ١٣ وژل شویو امریکایي سرتېرو کورنیو ته حساب ورکړي. د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکي غړي مایک والټز وویل: «بایډن یا هرېس بايد د دغو ١٣ سرتیرو کورنۍ سره بايد اړیکه ونیسي او دا ومني چې تېروتنې شوي او درسونه به پلي کړي ترڅو دا ډول غمیزې بیا تکرار نشي.»

په همدې حال کې، سپینې ماڼۍ دا راپور «تکرار او ګوندي برید» بللی دی. د سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «حقیقت دا دی چې زموږ تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسول سم کار وو او زموږ هېواد نن ورځ له همدې امله پیاوړی دی.»

د بهرنیو اړیکو کمیټې کې دیموکراتانو ، د ګریګوري مېکس په مشرۍ ، یو ٥٦ مخيز سند هم چمتو کړی چې د بایډن ادارې د ایستلو په اړه توضیحاتو دفاع کوي.

دا سند وايي چې د بایډن ادارې د متحده ایالاتو په تاریخ کې ترټولو لوی بشردوستانه هوایی عملیات ترسره کړي او د متحده ایالاتو ترټولو اوږده جګړه یې پای ته رسولې ده.

د دیموکراتانو د بهرنیو اړیکو د کمېټې رٸیس ګریګوري مېکس خپلو همکارانو ته په یوه لیک کې لیکلي چې جمهوري غوښتونکو هر هغه څه لیرې کړي چې د دوی د ګوند له خبرپاڼې سره سمون نه خوري او هڅه يې کړې چې د پخواني ولسمشر ټرمپ اړوند حقایقو څخه ډډه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا