اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د امریکا د سپټمبر د ۱۱ مې په مناسبت د عمومي رخصتي د اعلان هڅه کوي

دید خبرې آژانس: د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې په مناسبت د عمومي رخصتي د اعلان هڅې پیل کړې دي.

په دې اړه د رخصتي لایحه د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې مطرح شوه او تر اوسه د کانګرس د څار کمېټې په اختیار کې ده.

په کانګرس کې د دې لایحې د تصویب په صورت کې به یو کال وخت ونیسي؛ څو دا نېټه د عمومي رخصتي په توګه معرفي شي.

د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په نیویارک کې د فېډرال رخصتۍ په توګه د سپټمبر د ۱۱مې د معرفي کولو لپاره نظر پوښتنه هم شوې ده او تر اوسه ۴۷ سلنه خلکو چې په دې نظر پوښتنه کې ګډون کړی ویلي دي، چې له دې طرحې سره موافق دي او ۴۶ سلنه نورو بیا ورسره مخالفت کړی دی.

په کانګرس کې د نیویارک استازي انټوني ډېسپوزیتو ویلي، چې له خپل همکار مایک لاولر سره هڅه کوي، چې د دوو ډېموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو پام د دې لایحې تصویب ته واړوي.

په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.

دغه بریدونه د دې لامل شول، چې امریکایي ځواکونه د القا/عدې ډلې د مشر د تعقیب په موخه پر افغانستان برید وکړي او د طالبانو لومړی حکومت چې د اسامه بن لادن له سپارلو یې ډډه کړې وو، ړنګ کړي.

له همدغه برید وروسته د امریکا په مشرۍ ناټو د افغانستان په جګړه کې مستقیمه دخیله شوه، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۱۵مې نېټې یې دوام وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا