اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د اوراسيا تحلیل: هبت الله آخندزاده پر واک خپل کنټرول زیات کړی دی

دید خبرې آژانس: د یو تحلیلي راپور له مخې چې د اوراسيا  لخوا خپور شوی، د طا-لبانو مشر هبت الله اخندزاده په تېرو درېیو کلونو کې د طا-لبانو په لیکو کې پر واک خپل کنټرول د پام وړ کچه زیات کړى دى.

راپور وايي، اخندزاده په کندهار کې له خپل دفتر څخه د طا-لبانو تګلارې پلي کوي.

د تحليل له مخې اخندزاده په دغو وزارتونو کې د کورنيو چارو د وزير سراج الدين حقاني او د طا-لبانو د دفاع د وزير محمد يعقوب مجاهد د وفادارۍ د تنظيم لپاره ځينې کسان ګمارلي دي.

راپور زياتوي: «د ۲۰۲۳ کال په مى میاشت کې، اخندزاده د سراج الدین حقاني او محمد یعقوب د نفوذ د کمولو لپاره د کندهار، هلمند او نیمروز په ګډون د افغانستان له جنوبي ولایتونو څخه د خپلو سلاکارانو او ټاکل شویو پوځي قوماندانانو شورا بیا جوړه کړه. هغه هم خپل باوري کسان لکه خیرالله خیرخواه او محمد نبي عمري غوره کړي دي او هڅه یې کړې چې په مهمو وزارتونو او ادارو  کې د محمد فاضل او عبدالقیوم ذاکر په ګمارلو سره د هغوی وفاداري کنټرول کړي.»

پر طالبانو د اسلام اباد بې باوري

د راپور په بله برخه کې له طا-لبانو سره د پاکستان تعامل د جدي بې باورۍ او نا رضايتۍ نښه بلل شوې ده. شننه وايي چې د دې بې باورۍ اصلي لامل د تحریک طا-لبان پاکستان (ټي ټي پي) په وړاندې د پرېکنده ګامونو په پورته کولو کې د طا-لبانو بې کفایتي ده. پاکستاني چارواکي وايي، پاکستاني طا-لبان د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځ کې فعالې اډې لري او د وېش-چمن پولې ته څېرمه یې دوه کمپونه جوړ کړي دي.

د هند او طالبانو اړیکې

د طا-لبانو سره د نوي ډیلي تعامل هم د بشري حقونو د جدي سرغړونو او دوامداره توکمیز تبعیض له امله په ټپه ولاړ دى. راپور یادونه کوي چې د طا-لبانو د پالیسیو په اړه بنسټیز توپیرونه، په ځانګړې توګه د بشري حقونو سرغړونو، د هند او طا-لبانو په اړیکو کې پرمختګ محدود کړی دی.

د طالبانو په مشرتابه کې افراطیت

اوراسيا د طا-لبانو په مشرتابه کې د افراطي اسلامپالو غړو د پام وړ حضور هم یاد کړى دى. د شننې له مخې، د طا-لبانو یو شمېر غړو هڅه کړې چې اخندزاده وهڅوي چې له سیمه ییزو ګاونډیو او نړیوالو قدرتونو سره دوامداره خبرو ته کېني، خو په رهبرۍ شورا کې د دغو کسانو د محدود شمېر له امله د طا-لبانو د لویو پالیسیو په اړه د پام وړ اغېز نه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا