اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

کرزی:مسعود یو وطندوسته افغان وه

دید خبرې آژانس: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود د ۲۳ تلین په مناسبت ویلي، چې مسعود د خپلې مبارزې او د خلکو د بسیج کولو له امله په یوه مخکښ جهادي شخصیت بدل شوی و.

کرزي په اېکس کې لیکلي: «مسعود یو وطندوسته افغان و او تل یې د هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوله.»

له دې سره، د ملي پخلاینې شورا مخکینی مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم په همدې مناسبت وایي، چې احمد شاه مسعود د سیاسي او نظامي کړنو ترڅنګ د یوه ثابت قدمه، اعتدال پلوي، له تعصب، کرکې، تاوتریخوالي او کینې څخه د پاک شخص په توګه ثبت شوی دی.

د نوموړي په وینا، مسعود د افغانستان له قومي او مذهبي تنوع او خلکو څخه ژوره پوهه درلوده او تل یې هڅه کوله، چې د افغانستان خلک د ملي‌ او ولسي‌ ګټو په محور سره را ټول کړي.

د یادولو وړ ده، چې د وږي اتلسمه د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود له ۲۳ تلین سره برابره ده.

د اسلامي جمعیت ګوند د یوې څانګې مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر صلاح الدین رباني وایي، چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره اړتیا ده، چې د احمد شاه مسعود له اعمال او افکارو الهام واخیستل شي.

یاد ګوند د رباني له قوله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي : «نن چې افغانستان بیا ځلې له ناورینونو، کړاوونو او د افراطیت له هجوم سره مخ دی، د نورو وختونو په پرتله اړتیا ده، چې د احمد شاه مسعود له اعمال او افکارو څخه الهام واخیستل شي.»

د نوموړي په وینا، د احمد شاه مسعود او د هېواد د نورو (شهیدانو) د ارمانونو د پوره کولو یوازینۍ لار اتفاق او اتحاد دی، چې د افغانستان خلک له همدې لارې کولی شي خپلو حقونو، سولې او ارامۍ ته ورسېږي.

د افغانستان د مقاومت جبهې مشر او پخوانی جهادی قومندان احمد شاه مسعود ۲۳ کاله مخکې د وږي په اتلسمه د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.

دا برید چې په افغانستان کې لومړنی ځانمرګی برید بلل کیږي، د هغو دوو عربو بریدګرو له خوا چې ځان یې خبریالان معرفي کړي و، تر سره شو.

احمد شاه مسعود د دوست محمد خان زوی، د ١٣٣٢ کال د وږي په ۱۱ مه د پنجشېر ولایت په جنګلک سیمه کې زېږېدلی دی او لومړنۍ زده کړې یې په پنجشیر کې پیل کړې.

مسعود تر هغه وروسته په جهادي شخصیت بدل شو، چې د شوروي ځواکونو پر ضد یې جهاد پیل کړ.

د جمهوریت په رامنځته کېدو سره پخواني حکومت نوموړي ته د اتل نوم ورکړ او د وږي په اتلسمه به په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا