اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ایراني چارواکي: بهرني وګړي په ایران کې د پاتې کېدو لپاره وثقې اخيستلو ته اړتيا لري

دید خبرې آژانس: د ایران د شوراګانو او کورنیو چارو د کمیسیون مشر محمد صالح جوکار اعلان وکړ چې هغه بهرني اتباع چې په ایران کې د پاتې کېدو اراده لري باید د ضمانت يا کفالت په توګه یوه اندازه پیسې ورکړي چې له هېواد څخه د وتلو وروسته به بېرته دوی ته وسپارل شي.

د دغه ایراني چارواکي په وینا، د بهرنیانو د سازمان شوي د مصوبې له مخې، په هوټلونو او مسافرخانو کې د خونو کرایه کول او بهرنیانو ته د استوګنې د واحدونو کرایه ورکول باید د قانون پلي کوونکو او امنیتي ادارو سره په همغږۍ ترسره شي.

جوکار خبرداری ورکړ، که د استوګنې واحدونه له اړوندو بنسټونو سره له همغږۍ پرته بهرنیو اتباعو ته په کرایه ورکړل شي، له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

هغه زیاته کړه: «د بهرنیو اتباعو د کار د ځای او استوګنې په اړه معلومات باید  په دې سيسټم کې چې د دې موخې لپاره جوړ شوى، ثبت شي.»

له دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني هم اعلان کړی و چې د بهرنیو اتباعو تنظیم به ډېر ژر پیل شي او په دې برخه کې به لومړی ګام د غیر قانوني او بې جوازه اتباعو ایستل وي.

هغه د پنجشنبې په ورځ ( وږي ١٥مه) فارس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل: «خلک باید ډاډه شي چې د بهرنیانو د تنظیم پلان به په پوره او مناسب پلان سره د سیمه ییزو او ګاونډیو ملحوظاتو په نظر کې نیولو سره پلي شي.»

په دې وروستیو کلونو کې ایراني چارواکو په پرله پسې ډول د هغو افغان کډوالو پر شړلو او بېرته ستنولو ټینګار کړی چې په ایران کې په ناقانونه توګه اوسېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا