اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د نشه‌يي توکو سره د مبارزې په غونډه کې پر نړۍوالې همکارۍ ټینګار وشو

دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ او د سرپرست حکومت د کابینې د ځینو غړو په ګډون له نشه‌يي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون لومړنۍ ناسته کې ویل شوي چې، نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

مولوي عبدالکبیر همدارنګه زیاتوي، په هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت او تولید صفر ته نږدې شوی او له دې اړخه هېڅ ګواښ هېوادونو ته نشته.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دې هکله وايي:«د دوحې په درېیمه ناسته کې، د بدیل کښت په اړه مهم بحثونه وشول، او هیله‌من یو چې، له افغان بزګرانو سره او د افغانستان د کرنې له سکټور سره، د مرستو په برخه کې شوې ژمنې عملي شي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي هم څرګندوي:«له نړۍوالو سره د ولس او نظام په اړیکو منفي اغېز کوي، زموږ مسافر چې، کله د نړۍ هېوادونو ته ځي، هغه په هوايي ډګرونو کې توهین‌امیزه تلاشي اخیستل کېږي، له همدې امله ورسره قاچاق نه‌وي.»

مولوي عبدالکبیر، همداراز زیاتوي، په نږدې راتلونکې کې به د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون په کابل کې د یوناما له مشرې او د ځینو هېوادونو سفیرانو سره غونډه وکړي.

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو سرپرستان په ناسته کې وايي، له نشه‌يي توکو سره مبارزه کورنیو او نړۍوالو همکاریو ته اړتیا لري او نړۍوال باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

سراج الدین حقاني ټینګار کوي چې، نړۍواله ټولنه باید د افغانانو د کنګل شویو پیسو په خلاصون کې همکاري وکړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي:«که نورې مرستې نه‌کوي لږ ترلږه د افغانانو هغه مېلیاردونه مالي شتمنۍ چې، امریکایانو په ظلم سره کنګل کړې دي، د هغه په خلاصون کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي.»

د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد هم څرګندوي:«نړۍوال په دې برخه کې تر ډېره حده خاموش دي او خپل مسوولیت نه‌ادا کوي، زموږ غږ ورباندې دا دی چې، باید دوی خپل مسوولیت ادا کړي له افغانانو سره مرسته وکړي، په ځانګړې توګه له کروندګرو سره مرسته وکړي، د بدیل معیشت په هکله.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د شمېرو له مخې، اوس‌مهال په هېواد کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې نږدې ۸۰ مرکزونه شتون لري چې، په‌کې شاوخوا ۱۴ زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست په دې ناسته کې وايي، په نشه‌یې توکو ۲۵۰۰ روږدي کسان تر درملنې وروسته له بېلابېلو فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي وویل:«باید په ولایتونو کې بسترونه او د درملنې مرکزونه زیات شي او ډېرو کلینیکونو کې ارتقاعوې منظور شي؛ خو بودیجه نشته، څو دوی ته ودانۍ جوړې شي یا هم ارتقاع وکړي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري هم وايي:«موږ تراوسه پورې ۲ زره او ۵۰۰ کسان فارغین لرو، او له دې نه وروسته، د سږکال په فعالیت کې مو، اوو زونونو کې د روږدو کسانو په برخه کې، مرکزونه په پام کې نیولي دي.»

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت د اطلاعاتو پر بنسټ، د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو راهیسې ۲۰ زره د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي، د نشه‌يي توکو ۱۴۵۰ کارخانې له‌منځه وړل شوي، ۳۷ زره هکتاره ځمکه له نشه‌يي توکو پاکه شوې او ۱۲۲ زره روږدي کسان يې راټول کړي دي.

د معینیت په خبره، پخوا په هېواد کې د نشه‌يي توکو په کرکیله هر کال ۵۹۰ زره کسان بوخت وو چې، له دې درکه يې شاوخوا ۳ مېلیارده ډالره عواید ترلاسه کول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا