اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د افغانستان بانک: تېر کال څه باندې اوو میلیارده زړې افغانۍ سوځول شوې دي

دید خبرې آژانس: د افغانستان بانک د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، تېر یوه کال کې د هېواد له بازارونو څه باندې ۷ میلیارده زړې افغانۍ راټولې او سوځول شوي دي.

دغه بانک په تېر یو کال کې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات، د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د زړو افغانیو راټولول، له بانکونو د حساب لرونکو له لوري د پېسو د را اېستلو کچې لوړېدل، د انفلاسیون کچې کنټرول، د پولي سیاست پلي کول او د اسلامي بانکوالۍ پراختیا له خپلو مهمو لاسته راوړنو ګڼي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال، صدیق الله خالد و ویل: « تېر کال کې مرکزي بانک وکړای شول چې د مرکز او ولایتونو د بېلابېلو بانک نوټونو په ګډون څه د پاسه ۷ میلیارده زړې افغانۍ راټولې کړي او د یوې تګلارې لمخې یې چلېدل درولې دي.»

د یاد بانک مسوولینو وایي، د روان کال په زمري میاشت کې د تېر کال همدې میاشتې پرتله د افغانیو پولي ثبات ۱۷.۲۵ سلنه لوړ شوی دی.

د افغانستان بانک د پولي سیاست رییس، احمد جواد سداد و ویل: « د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري موږ ته د راکړل شویو شمېرو لمخې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د تورم کچه ۶.۶ سلنې و، په داسې حال کې چې تېر کال دغه کچه ۹.۱ سلنې وه.» 

د دغه بانک د غیر بانکي مالیې د نظارت رییس بیا وايي، د صرافانو فعالیتونه څاري او تر اوسه یې ۱۷۸۰ صرافانو ته جوازونه ورکړي دي.

د هغه په خبره، تر اوسه پنځو موسسو د الکترونیکي پیسو جوازونه هم تر لاسه کړي.

نوموړي هیله ښوودلې چې په راتلونکي څو کالو کې به راکړه ورکړه په الکترونیکي پیسو ترسره کېږي.

د افغانستان بانک د غیر بانکي مالیې رییس، احمد ظاهر ناصرزي و ویل: « د څه د پاسه ۲۴۰۰ بې جوازه صرافیو او پولي خدمتونو کارونه د اړوندو ادارو په همغږۍ ترسره شوې، د دې سربېره تېر کال کې ۱۴۰ صرافیو او د پولي خدمتونو او څه د پاسه ۳۰۹ استازولیو ته د فعالیت جوازونه وېشل شوي دي.»

د مسوولینو د مالوماتو لمخې، دغه بانک هره اوونۍ ۱۵۰زره افغانۍ او هره میاشت ۵۰۰ زره افغانۍ بازار ته وړاندې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا