Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسیاسي

ستانکزی: دوښمن راته اوس هم په سنګر کې ناست دی

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، لا هم له افغانستان سره د نړۍ جګړه پایته نه ده رسېدلې او په وینا یې اوس نړۍ دغه جګړه د استخباراتي او اقتصادي لارو پر مخ وړي.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په یوه غونډه کې ویلي، چې د افغانستان دوښمنانو په سیاسي جنګ کې ماتې خوړلې او اوس افغانستان سره استخباراتي او اقتصادي جګړه پر مخ بیايي.

شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، افغانان باید د خپلو دوښمنانو د اهدافو مخیوي لپاره هم یو موټی شي، ترڅو دوښمنان یو وار بیا افغانستان تجزیه نه کړي.

محمد عباس ستانکزي و ویل: دوښمن مو په سیاسي او نظامي سنګر کې مات کړی دی. په دې کې هیڅ شک نشته. موږ سیاسي او نظامي خپلواکي لرو. خو زموږ دوښمن لا غافل نه دی. د اقتصادي استخباراتو او پروپاګند په سنګر کې راسره لاس او ګریوان دی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د سیمې هېوادونه په دې هڅه کې دي چې افغانستان یو وار بیا له نړۍ سره په ستونزو کې ایسار کړي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: له دې ټولۍ نړۍ نه بلکې د سیمې هېوادونه هم ډاریږي، تاسې هره ورځ دا خبرونه وینئ چې په اسلامي امارت باندې لګول کیږي.

عباس ستانکزي دغه راز ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د قوم او مذهب پر اساس، نه دی جوړ شوی او اوسنی حکومت یو ټول شموله حکومت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button