اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د بيلابيلو وزارتونو له کارکوونکو څخه دیني آزموینه آخیستل شوی

دید خبرې آژانس: سرچینې وايي چې د طا-لبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د بېلابېلو وزارتونو له کارکوونکو دیني ازموینه اخیستې ده.

سرچینو ویلي چې دا ازموینه د وږي پر ۱۴مه په وزارتونو کې د دعوت او ارشاد ریاستونو له لوري اخیستل شوې ده.

سرچینو زیاته کړې چې درې ورځې وړاندې د ځینو وزارتونو کارکوونکو ته مکتوب استول شوی او په ازموینه کې یې د کارکوونکو ګډون «اړین» بللی و.

د سرچینو د څرګندونو له مخې، د دې ازموینې پوښتنې د استنجا، اودس، غسل، لمونځ او تمیم د څرنګوالي په اړه وې.

د طا-لبانو له واکمنېدو وروسته امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت څو وارې د وزارتونو له کارکوونکو دیني ازموینه اخیستې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا