اسلایدشوافغانستانمهم مطالبټولنه

جرمني، جاپان او عمان ته د افغانستان ۱۴۰۰ کیلوګرامه شاتو صادرات

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې څه د پاسه ۱۴ سوه کیلوګرامه شات له هېواده بهر صادر شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، دغه شات د شاوخوا ۴زره او ۵۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت عمان، جرمني او جاپان ته صادر شوي دي.

عبدالسلام جواد وایي: « له هېواده ۴۳۰ کیلوګرامه شات عمان، جرمني او جاپان ته د څلور زره او ۵۰۰ ډالرو په ارزښت صادر شوي دي او همدارنګه دغه موده کې له ترکیې، پاکستان، چین، متحده عربي اماراتو او له ځینو نورو هېوادونو د ۳۲۸زره ډالرو په ارزښت څه د پاسه ۱۷۵ ټنه شات هېواد ته وارد شوي دي.»

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم د شاتو د فارم لرونکو د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د دغه وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین وایي: « د افغانستان اسلامي امارت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې هېواد کې د کیفیت لرونکو شاتو د تولید په موخه لابراټوارونه جوړ کړي چې په کورني تولید او بهر ته یې په صادرولو کې مهم رول ولري.»

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالوماتو لمخې، دا مهال هېواد کې ۳ زره او ۳۹۷ د شاتو د مچیو فارمونه شته چې دوه زره او ۲۰۰ مټریک ټنه شات ترې لاسته راځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا