اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د کابل په برید کې ۱۶ تنه څارنوالان وژل شوي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د څارنوالانو ټولنې په کابل کې د دوشنبې ورځې برید غندلی او ویلي یې دي چې لږ تر لږه ۱۶ څارنوالان پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو ویلي په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي دي.

دې ادارې همداراز ویلي چې د طا-لبانو د ادعاوو برعکس،«په افغانستان کې هر اړخیز امنیت نشته او بښنه او هراړخېز امنیت حقیقت نه لري.»

د دغه ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، «د دغه برید ماهیت د جمهوري ریاست په دوره کې د عدلي او قضايي ارګانونو پر کارکوونکو له ترهګریزو بریدونو سره توپیر نه لري.»

په خبرپاڼه کې د فاکس نیوز په حواله ویلي شوي چې څارنوالان د طا-لبانو په ګډون د «ترهګرو ډلو» د غچ اخيستونکو موخو يوه برخه دي.

دغه برید د دوشنبې په ورځ د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه بختیار کې شوی دی. طا-لبانو په دغه برید کې د شپږو تنو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې، خو نورې سرچینې بیا د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ بولي.

د دا/عش ډلې د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د طا-لبانو په ګډون تر ۴۵ ډېر کسان پکې وژل شوي او ټپیان دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا