اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

خبریالانو مرکز: ملي ټلویزیون د خپرونو بندول نه منونکی په شاتګ دی

دید خبرې آژانس: د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د ملي ټلویزیون په خپرونو لګېدلی بندیز د افغانستان د رسنیو لپاره یو نه منونکی په شاتګ او د نورو انځوریزو رسنیو لپاره ستر ګواښ بولي.

د افغانستان د خبریالانو له مرکزه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ د (وږي ۱۳مه) ناوخته خپره شوې راغلي، چې د طا-لبانو دغه ګام یوه میاشت وروسته د طا-لبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر له قانونه اخیستل کېږي چې له مخې یې د هر سا لرونکي د انځور خپرول حرام بلل شوۍ او د طا-لبانو له نظره دغه څه له اسلامي شریعت سره اړخ نه لګوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طا-لب چارواکو په کلکه غوښتنه کړې، چې په خپل دغه قانون له سره غور وکړي او په تېرو شلو کالو کې دې د افغانستان د خلکو پر لاس ته راوړنو سترګې نه پټوي.

نوموړي بنسټ د خبریالانو پر ملاتړو نړۍوالو بنسټونو هم غږ کړی، چې په دې برخه کې دې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي او دا اجازه دې نه ورکوي چې د افغانستان خلک یو ځلې بیا د تاریخ هغه پړاو ته ستانه شي چې نړۍوالو شل پېړۍ وړاندې تر شا پرېښی دی.

په کندهار کې د ملي ټلویزیون په سیمه‌ییزو خپرونو لګېدلی بندیز (د زمري په ۲۲مه) ټیک واک ته د طا-لبانو د ستنېدو د درېیمې کلیزې په درشل کې لګول شوی و؛ خو هغه مهال د دغه ټلویزیون کارکوونکو ته دغه خبرداری په شفاهي توګه ورکړل شوی و، له هغه وروسته د دغه ټلویزیون ټول کارکوونکي له څېرمه د کابل مرکزي دفتر ته په خدمتي ډول ولېږل شول.

د طا-لبانو د مشر د واک په لومړي مرکز کندهار کې دمګړۍ همدغه یو ټلویزیون خپرونې لرلې او د هغه د بندولو سره نور په دغه ولایت کې بله هېڅ ټلویزیوني رسنۍ نه شته، چې خپرونې ولري چې طالبانو هغه خپرونې هم بندې کړې.

د افغانستان خبریالان د طا-لبانو د دغه نوي ګام په اړه سخت اندېښمن شوي او دغه لګول شوی بندیز د هېواد د نورو انځوریزو رسنیو لپاره د خطر د زنګ په توګه یادوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا