اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

سرچینې: اروپايي هېوادونه د افغانستان سفارتونو په اړه غونډه کوي

دید خبرې آژانس: په اروپا کې یوه لوړپوړي افغان دیپلومات آمو ته ویلي چې اروپايي هېوادونه به د تلې په ٧مه د افغان سفارتونو د برخلیک په اړه یوه ځانګړې غونډه وکړي.

د دغه سرچينې په وينا، چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، له غونډې وروسته ښايي اروپايي هېوادونه په اروپا کې د افغان سفارتونو د برخليک په اړه خپله احتمالي پرېکړه اعلان کړي.

په تېره یوه میاشت کې، په لوېدیځ کې د دغه هېواد د سفارتونو د مدیریت پر سر د طا-لبانو او د جمهوري غوښتونکو د دورې د ډیپلوماټانو تر منځ کړکېچ او پټې سیالۍ، چې له طا-لبانو سره اړیکې نه لري، زیاتې شوې دي.

تر دې مخکې درېیو لوړپوړو ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي و چې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت اروپايي هېوادونو، کاناډا او استرالیا ته په استولي لیک کې ویلي چې د جمهوري ریاست د دورې د ډیپلوماټانو له خوا د کونسلي خدمتونه، سفارتونه او کونسلګرۍ له دوی سره اړیکه نه لري او کارونه يې د دوى لخوا د اعتبار وړ نه دي.

دا خبره د طا-لبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په استانبول کې د دغه هېواد له کونسلګرۍ څخه د لیدنې پر مهال ورته اشارم وکړه.

د افغانستان په سفارت کې د طا-لبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي وویل: « په اروپا کې موږ پخوانیو ډیپلوماټانو ته درې کاله وخت ورکړ چې له مرکز سره اړیکه ونیسي، د مرکز اطاعت وکړي، خلکو ته خدمت وکړي او بالاخره مجبور شو چې ځینې اسناد چمتو کړو. په استانبول کې باید سفارتونه او قونسلګرۍ باطلې اعلان کړو.»

تر دې مخکې یوې لوړپوړې ډیپلوماتیکې سرچینې ویلي و چې جرمني یوازینی حکومت دی چې د طا-لبانو لیک ته یې ځواب ورکړی او په برلین کې یې د افغانستان سفارت هڅولی چې له طا-لبانو سره خبرو ته کېني.

خو د یوې بلې سرچینې په وینا د فرانسې په ګډون ځینو هېوادونو د طا-لبانو دغه لیک ته هېڅ ارزښت نه دی ورکړی. او د سرچينې په وينا، ځينو اروپايي هېوادونو د جمهوري رياست د دورې ډيپلوماتانو ته ويلي، چې د طا-لبانو ليک هېڅ ډول مشروعيت نه لري.

تر دې مخکې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د زمري په ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د دغه هېواد کونسلګري خدمات، پنځه سفارتونه او په اروپا کې سیاسي نمایندګۍ د اعتبار وړ دي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت د ١٤٠٢ کال د زمري په ١٥مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل: «په اروپا کې پنځه هېوادونه، د مرکز سره په همغږۍ کې، له پورتنیو بندیزونو څخه مستثنی دي او د دوی کونسلي خدمتونه او اسناد د نورو استازوليو په څیر د منلو وړ دي.»

«د جرمني په مونیخ کې د افغانستان کونسلګري، په هالنډ کې د افغانستان سفارت، په هسپانیه کې د افغانستان سفارت، په بلغاریا کې د افغانستان سفارت، په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت.»

که څه هم طا-لبان وايي چې نړۍ له دوی سره تعامل لري، خو درې کاله وروسته لا هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ او یو شمېر سفارتونه د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو له خوا اداره کېږي او هېڅ هېواد د طالبانو له خوا رامنځته شوی سیاسي جوړښت په رسمیت نه‌دی منلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا