اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب
په کابل کې ځانمرګي بريد تر ۱۲ زيات کسان وژلي
دید خبرې آژانس: د کابل سوېل لوېدیځ د شپږمې ناحیې اړوند دارالامان ماڼۍ ته پر غځېدلي سړک د طا-لبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب ریاست د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی بريد شوی.
د طا-لبانو یوې سرچینې د ۱۲ تنو د وژل کېدو پخلی کړی دی.
سرچينه وایي، چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د طا-لبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکي له دفتر څخه خپلو کورونو ته روان وو.
له سیمې څخه عيني شاهدان بيا په پېښه کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله زياته يادوي.
د دوی په خبره، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې؛ تر ۱۵ د زياتو کسانو جسدونه یې ليدلي.
د طا-لبانو کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع پېښه تایید کړې؛ خو د مرګ ژوبلې او پېښې د هدف په اړه یې جزيیات نه دي ورکړي.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.