اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

د طا-لبانو يوه پلاوي چين ته تللي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چین، افغانستان او پاکستان د کرنیزې درې اړخیزې غونډې لپاره د خپلو متخصصینو د یوه اته کسیز پلاوي له استولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند وايي چې په دغې لس ورځنۍ غونډه کې به د چین د کرنیزو پروګرامونو، د دغه هېواد په کرنې برخه کې د تحول او همداراز د پرمختګ او نورو ورته مسایلو خبرې وشي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین و ویل: «دغه غونډه به په چین کې لس ورځې دوام وکړي. د چین د کرنې ټول پروګرامونه، د چین لس کلن کرنیز پلان او د دغه هېواد د کرنیز تحول په اړه هم خبرې کېږي.»

بل پلو، د کرنې او مالدارۍ خونه هم وایي، په افغانستان کې د کرنې د میکانیزه کولو لپاره عصري ماشینونو ته اړتیا ده او چین په نړۍواله کچه د دغو ماشینونو په جوړولو او کارولو کې مخکښ دی.

د کرنې او مالدارۍ خونې اجرائیه رییس، وسیم صافی وايي: «په دغه ډول درې اړخیزو غونډو کې چې افغانستان، چین او پاکستان ګډون کړی دی، د افغانستان له لوري د کرنې وزارت ګډون کړی، چې دا ډېر مهم دی، ځکه دا د هېواد د کرنې برخې د میکانیزه کولو په برخه کې مهم ګام دی.»

اخوا، د کرنې د برخې یو شمېر کارپوهان هم وایي، د چین تجربې د افغانستان د کرنې د پرمختګ او میکانیزه کولو لپاره اغېزمنې دي.

کرنیز کارپوه، قطب الدین یعقوبي و ویل: «چین د یوه صنعتي او ټکنالوژیکي هېواد په توګه په دغو برخو کې ډېر ښه پرمختللی هېواد دی. که د افغانستان خصوصي سکټور هم دخیل شي نو د هېواد د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې به مهم رول ولوبوي.»

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ۸۵ سلنه افغانان د کرنې او د هغې د محصولاتو په برخه کې کار کوي او دا وزارت په دې برخه کې د ځان بسیاینې لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا