Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسپورت

د فوټسال ملي لوبډله د ګواتیمالا لوبډلې سره مخ کیږی

دید خبرې آژانس: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن (دوشنبه) د «کانټیننټل» په سیالیو کې له ګواتیمالا لوبډلې سره لوبه وکړي.

د افغانستان او ګواتیمالا د فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبه د ټایلنډ په کوربه توب په بنکاک کې ماسپښین دوه نیمې بجې ترسره کېږي.

د ټایلنډ په کوربه توب د افغانستان، ګواتیمالا، نیوزیلنډ او کویټ د لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ له څو ورځو راهیسې په ازبېکستان کې د فوټبال نړۍوال جام ته د لوبډلو د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

په همدې حال کې د فوټسال ملي لوبغاړو په ټایلنډ کې د فوټسال په کانټیننټل سياليو کې له ګډون مخکې يو تمريناتي کمپ هم پیل کړی و، څو په ايران او ټایلنډ کې د خپل روزونکي تر څار لاندې د ازبېکستان د فوټبال نړۍوال جام او کانټینینټل سياليو ته د امکان تر حده چمتووالی ونيسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button