اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته جوړوي
دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خبر پاڼه کې ویلي، چې د روانې میلادي میاشتې په ترڅ کې به د افغانستان په اړه ناسته جوړه کړي.
ویل کیږی چې په دې ناسته کې به د یوناما مشره روزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د دغه سازمان د ښځو برخې اجرايي رییسه سیما باهوس هم ګډون وکړي او خپل توضیحات به وړاندې کړي.
په خبر پاڼه کې لیکل شوي، چې ښايي په دې ناسته کې د مدني ټولنې یو استازی هم برخه ولري او وینا وکړي.
د یادولو وړ ده چې تر اوسه د دغې ناستې د ترسراوي دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې.