اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

فرانسه خبري اژانس: پر افغان ښځو باندې ظلم د نړۍ د سترګو په وړاندې کیږي

دید خبرې آژانس: د فرانسې خبري اژانس د طا-لبانو د امربالمعروف قانون ته په اشارې سره لیکلي، چې د افغان ښځو پروړاندې ظلم د نړۍ د سترګو په وړاندې کیږي.

دغه خبري اژانس زیاته کړې، چې د امریکا په مشرۍ لوېدیځو هېوادونو او اروپایي اتحادیې دا قانون یوازې غندلی او داسې ښکاري چې د طا-لبانو رژیم ته تسلیم شوي دي.

د طا-لبانو د امربالمعروف قانون په وروستیو اونیو کې په جدي بحثونو اوښتی او پراخ غبرګونه یې راپارولي دی.

د فرانسې خبري اژانس له یو شمېر افغان فعالانو سره د دې قانون په تړاو خبرې اترې کړي دي.

د ازاد افغانستان د سازمان مشرې شکېبا هاشمي ویلي، چې خلک نور حق نه لري چې د یوې ښځې غږ واوري او یا یوې ښځې ته وګوري.

نوموړې همداراز ویلي: «هغوی (طا-لبان) مونږ ته ویلي، چې تاسو په کرارۍ سره وژنو.»

ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او د بشري حقونو نړۍوالو ادارو د طا-لبانو د یاد قانون په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او د ملګرو ملتونو سازمان بیا د دې قانون د ژر لغوه کېدو غوښتنه هم کړې ده.

یاد خبري اژانس نړۍوالې غندې بې اغېزې بللي دي.

په افغانستان کې د جنسیتي مسایلو متخصصې ملیسا کورنټ د طا-لبانو د ښځو ضد سیاستونو د زیاتېدو په اړه ویلي:«طا-لبانو غوښتل، چې د نړۍوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي خو کله چې دوی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه نه کړه او د مرکزي بانک کنګل شوې پیسې لاس ته ورنغلې،‌ نو دوی خپل دریځ بدل کړ.»

اخوا د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مرستیال هېدر بار ویلي، چې د اغېزمن نړۍوال غبرګون نشتوالى دا تصور رامنځته کوي، چې د ښځو حقونه د نړۍ د مشرانو لپاره د اندېښنې وړ نه دي.

په پاریس کې مېشته د بېګم ټلویزیون بنسټ اېښودونکې حمیده امان هم ویلي، چې هېڅوک په دې هېواد کې افغان ښځو او په افغانستان کې بشري حقونو ته ارزښت نه ورکوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا