اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د امیر پر اطاعت او د شریعت پر تطبیق د هبت الله پرلاپسې ټینګار

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې رسنیو راپور ورکړی چې د طا-لبانو مشر هبت الله اخندزاده بادغیس ته د سفر پر مهال په افغانستان کې د «شریعت پر تطبیق» ټینګار کړی دی.

د بادغیس د والي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طا-لبانو مشر د دغه سفر په ترڅ کې له یو شمېر طا-لب چارواکو سره وکتل.

د طا-لبانو مشر همدا راز د ځوانانو لپاره «د امیر په اطاعت، د شریعت په تطبیق، تعلیم او د اسلامي مفکورو په ترویج» ټینګار کړى دى.

دا په تېرو درېيو میاشتو کې څلورم ځل دی چې د طا-لبانو مشر هبت الله اخندزاده خپل لاس لاندې کسان «طاعت او اتحاد» ته رابلي.

د طا-لبانو مشر له ځايي طا-لب چارواکو او نورو سره په خپله وروستۍ ناسته کې پر«اطاعت، یووالي او له اختلافاتو په ډډه کولو» ټینګار وکړ.

د طا-لبانو د ویاندويانو له خوا د یوې پخوانۍ خبرپاڼې له مخې، د طا-لبانو مشر د غويي په میاشت کې له کندهار څخه کابل ته د سفر پر مهال د طا-لبانو تر منځ پر «اطاعت او یووالي» ټینګار کړی و.

د دې ترڅنګ ښاغلي اخندزاده د غبرګولي په میاشت کې په کندهار کې د لوی اختر له لمانځه وروسته په وینا کې وویل چې د خپلې ګوښه کېدو په قیمت د طا-لبانو ترمنځ یووالی غواړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا