اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ملا هبت‌الله په بادغیس کې: اسلامي نظام ټینګ کړی

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي، چې د طا-لبانو مشر ملا هبت‌الله د پنجشنبې په ورځ بادغیس ولایت ته تللی او هلته یې له سیمه ییزو طا-لب چارواکو سره لیدلي دي.

سرچیني وايي، چې ملا هبت‌الله له بادغیس وروسته شمالي ولایتونو په سفر روان شوی.

بادغیس ته د ملا هبت‌الله دغه سفر ناڅاپي شوی او په دې اړه د طا-لبانو ویاندیانو رسنیو ته څه نه وو ویلي.

د طا-لبانو تر واک لاندي ملي ټلویزیون د شنبې په ورځ د (وږي ۱۰مه) د بادغیس ولایت د رسنیز دفتر له لوري د یوې خبرپاڼې په حواله په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ملا هبت‌الله په بادغیس کې د یاد ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې «د اسلامي نظام د ټینګښت، د شریعت پلي کول، د جهاد د لاسته راوړونو ساتل او د مسلمانانو د اولادونو تر منځ د اسلامي زده‌کړو د رواج کولو» لارښوونې کړې دي.

ملا هبت‌الله د پنجشنبې په ورځ بادغیس ولایت ته سفر کړی، خو طا-لبانو د نوموړي د سفر په اړه دوه ورځې وروسته خبرپاڼه خپره کړه.

د طا-لبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون دا نه دي ويلي، چې له ملا هبت‌الله سره په دغه سفر کې نور کوم طا-لب چارواکي ګډون لري.

له بادغیس ولایت څخه پر ټولینزو پاڼو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې دغه ولایت ته د ملا هبت‌الله د ورتګ لپاره کلک امنیتي چمتوالی نیول شوی و.

یو شمېر سرچیني وايي، چې د طا-لبانو مشر ملا هبت‌الله له بادغیس ولایته وروسته شمالي ولایتونو ته په سفر وتلی دی خو تر اوسه پورې طا-لبانو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا