اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مک کال: بایډن او هرېس باید د افغان د ښځو د حقونو د سرغړونو په اړه ځواب ووایي

دید خبرې آژانس: د متحده ايالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړيکو د کمیټې مشر مایکل مک کال وايي، ولسمشر جوبایډن او مرستیالې کاملا هرېس باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو له امله ځواب ويونکي شي.

مک کال په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «د ټرمپ په مشرۍ، د دوحې تړون له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په مشروط ډول له طا-لبانو سره د ښځو حقونو ته د درناوي په څېر بنسټیزو شرایطو ته په کتو سره مشروط کړل.»

د مک کال په وينا، خو د بایډن او هرېس ادارې دا شرایط په بشپړه توګه له پامه غورځولي او افغان ښځې یې يوازې پرېښي دي.

هغه زیاته کړه، «په داسې حال کې چې طا-لبان په نړۍ کې پر ښځو یو لړ سختو بندیزونه لګولو ته دوام ورکوي، افغان ښځې د دې [وضعیت] په پرتله د ښه والي مستحق دي – ولسمشر جو بایډن او مرستیاله ولسمشره کاملا هرېس سره بايد د طا-لبانو په سرغړونو کې د دوی د لاس لرلو له امله حساب کتاب وشي.»

طا-لبانو تازه یو نوی قانون لاسلیک کړی چې له مخې یې پر ښځو او نجونو د ځپونکي محدودیتونه وضع او پلي کوي.

په دې بندیزونو کې د ښځو پر غږونو بندیز او له کورونو بهر نه راڅرګندېدل شامل دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا