اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ملګري ملتونه: د طا-لبانو بندیزونه پر افغان ښځو ناوړه اغېزې لري

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د طا-لبانو د امربالمعروف د نوي قانون په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په عملي توګه یې ښځې له عامه چارو څخه اېستلې دي.

دغې ادارې ویلي، د طا-لبانو بندیزونه «د افغان ښځو او نجونو پر ژوند ډېرې جدي او ناوړه اغېزې لري.

د طا-لبانو د نوي قانون له مخې په عامه ځایونو کې د ښځو غږ بند دی، له محرم پرته ښځې اجازه نه لري چې له عامه ټرانسپورټ څخه کار واخلي او ښځې له کورونو د وتلو لپاره باید خپل بدن او مخونه په بشپړه توګه پټ کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې طا-لبانو په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو تر ۷۰ ډېر فرمانونه او لارښوونې صادرې کړې دي.

د دغه سازمان په وینا دغو فرمانونو او حکمونو ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي.

دغې ادارې وویل، د طا-لبانو بندیزونو د افغان ښځو او نجونو پر ژوند ناوړه اغېزې کړې دي.

د شمېرو له مخې، «یوازې په سلو کې یوه مېرمن احساس کوي چې پرېکړې یې د دوی په شاوخوا کې اغېز لري. ۶۴ سلنه مېرمنو ویلي، چې دوی له کوره د وتلو پرمهال د خوندیتوب احساس نه کوي، په داسې حال کې چې دغه شمېر په نارینه وو کې دوه سلنه دی.»

دغه اداره زیاتوي: «چې اته سلنه ښځو ویلي، نږدې یوه ښځه یا نجلۍ پيژني چې د ۲۰۲۱ کال د اکسټ له میاشتې وروسته یې د ځان وژنې هڅه کړې ده.»

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې دغه د زورزیاتي قوانینو د سملاسي لغوه کولو غوښتنه وکړه، او ټینګار یې وکړ چې «حاکم چارواکي باید د نړۍوالو قوانینو سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي چې د ټولو ښځو او نجونو بشپړ حقونه ورکړل شي.»

تر دې مخکې د طا-لبانو د امربالمعروف وزیر د نړۍوالو نیوکو او څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي و، چې نړۍوال سازمانونه د افغانستان په اړه د تبصرې کولو هیڅ حیثیت نه لري.

خالد حنفي زیاته کړي ده، چې طا-لبان به یواځي د «اسلامي قوانینو» په چوکاټ کې له نړۍ سره جوړجاړی وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا