اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

کلېنټون د طا-لبانو د قانون پر ضد د نړۍوال اعتراض غوښتنه وکړه

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې د چهارشنبه په ورځ د طا-لبانو د امربالمعروف قانون له «کرکې ډک» وباله.

کلېنټن وویل چې دغه قانون د یوې «احمقانه بنسټ پالنې» پایله ده.

د طا-لبانو امربالمعروف د نوي قانون توشیح کول د نړۍوالو له لوري وغندل شو.

یو شمېر لوېدیځو هېوادونو او سازمانونو د طا-لبانو د وروستي قانون په اړه چې د ښځو د حقونو او ازادیو د تروړلو او ځپلو په اړه دی، غبرګونونه ښودلي دي.

د طا-لبانو اسیايي ملګرو لکه روسیه، چین او ایران پر دغه قانون له نیوکې کولو ډډه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او لومړۍ مېرمنې د چهارشنبې په ورځ په خپلې ایکس پاڼې لیکلي:«ایا تاسو غواړئ وګورئ چې هغه احمقانه بنسټپالنه کوم ځای ته ورسیدله؟ د طا-لبانو نوی قانون وګورئ چې ښځې یې له کوره بهر له خبرو کولو بندې کړې دي.»

نوموړې پر نړۍ غږ وکړ چې د دغې «ناوړه او له کرکې خپرونکې نوې قضیې په وړاندې اعتراض وکړي.»

طا-لبانو په یوه توند غبرګون کې ټینګار کړی، چې نړۍوالې نیوکې او غندنې د امربالمعروف د قانون پر پلي کېدا هیڅ اغیز نه لري.

د دغې ډلې ویاند دا نیوکي، «شریعت ته ګستاخي» بللې ده.

د طا-لبانو د امربالمعروف وزیر بیا نیوکه کوونکي «بې حیثیته» وبلل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا