Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د اېم پاکس ناروغۍ رد کړ

دید خبرې آژانس: په کابل او پکتیا ولایتونو کې په اېم پاکس د دوو ماشومانو د اخته کېدو له راپورونو وروسته، د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د خپرېدا خبر رد کړ.

دغه سازمان ته ویلي، چې د راپور شویو قضیو د اخیستل شویو بېلګو پایلې منفي راووتې.

د سې شنبې په ورځ ځینو روغتیایي سرچینو ویلي و، چې د اېم پاکس دوه پېښې یې ثبتې کړې دي.

دغو سرچینو ویلي، چې په دغه ناروغۍ اخته دوه ماشومان د پکتیا او د کابل د فرزې ولسوالۍ دي او اوس‌مهال د وزیر اکبرخان په اېندرا ګاندي روغتون کې بستر دي.

طا-لب چارواکو تر دې دمه په افغانستان کې په اېم پاکس ناروغۍ د قضیو د ثبتېدو يه اړه څه نه دي ویلي.

اېم پاکس چې د بېزو په چیچک یا تڼاکو هم مشهوره ده، یوه وژونکې ناروغي ده چې تېر کال په کانګو جمهوریت کې خپره شوه.

د دغه هېواد دولت ویلي، چې تراوسه ۲۷زره کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي او ۱۱۰۰ نور بیا مړه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button