اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ضعیف: د فرصتونو له منځه وړل د ناپوهانو کار وي

دید خبرې آژانس: په کور ناست پخواني طا-لب چارواکي عبدالسلام ضعیف، د طا-لبانو وروستیو پرېکړو ته په اشارې ویلي، د فرصتونو له منځه وړل د ناپوهه سیاستوالو کار وي.

هغه د چا نوم نه دی اخیستی، خو په وروستیو کې طا-لبانو د امربالمعروف د قانون پلي کېدو خبر ورکړی.

په اسلام اباد کې د طا-لبانو پخواني سفيرعبدالسلام ضعیف تېره شپه د (وږي شپږمه) په ایکس پاڼه د طا-لبانو حکومت وروستيو پرېکړو ته په اشارې ليکلي، په سياست کې بايد له هر فرصت څخه مثبته ګټه واخیستل شي او د فرصتونو له منځه وړل د ناپوهو سیاستوالو کار وي چې بیا یې جبران نه شي کېدای.

هغه وړاندې وايي: «د همدغو خپلسریو له امله په ټولنه منفي اثرات غورځي او د وخت په تېرېدو زياتېږي، چې بیا په تدريج سره په يو ګواښ بدلېږي.»

سلام ضعیف طالب مشرانو ته په اشارې سره زیاتوي، «سياستوال بايد ويښ، هوښيار او متحرک و اوسي.»

عبدالسلام ضعیف داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د طا-لبانو مشر ملا هبت‌الله د امربالمعروف قانون توشیح او دغه وزارت ته یې په کې پراخ واکونه ورکړي چې افغانان او په ځانګړي ډول ښځې نورې هم وځپي او له دغه قانونه په سرغړونه یې ان زنداني هم کړي.

روانه اوونۍ د طا-لبانو د لوړو زده‌کړو وزیر د خپل یو کلن کاري ماموریت د حساب ورکولو پر مهال وویل،‌ چې د نجونو د پوهنتونو او ښوونځیو د پرانیستلو په اړه په بیړه تصمیم نیول امکان نه لري. ځکه چې په دې اړه د دوی د مشرانو تر منځ مشورې روانې دي، او له پرېکړې وروسته په دې اړه خپل تصمیم اعلان کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا