اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

په کابل او پکتیا کې د اېم پاکس په ناروغۍ د دوو کسانو د اخته شوی دی

دید خبرې آژانس: په روغتونونو کې ځینو سرچېنو وایی چې د بېزو په تڼاکو (اېم پاکس) دوه تنه اخته شوي دي.

دغو سرچېنو ویلي، چې دغه اخته کسان هغه دوه تنه ماشومان دي چې یو یې د پکتیا او بل یې د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

د سرچینو په وینا، دا مهال دغه ماشومانو په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تراوسه طا-لب چارواکو په افغانستان کې د اېم پاکس په ناروغۍ د دغو ماشومانو د اخته کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې د اېم پاکس په ناروغۍ د دوو کسانو د اخته کېدو خبره کېږي.

د دغو ماشومانو د بدن په بېلابېلو برخو کې کوچنۍ تڼاکې له ورایه ښکاري.

د اېم‌پاکس ناروغي چې د «بېزو تڼاکو یا چیچک» په نامه هم یادېږي، تېر کال په کانګو جمهوریت کې خوره شوه.

د هغه هېواد دولتي چارواکو ویلي، چې تر اوسه ۲۷ زره کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي او ۱۱۰۰ کسه ترېنه مړه شوي دي.

ډاکتران وايي، اېم پاکس یوه مکروبي ناروغي ده چې له څارویو انسانانو او بیا له یو انسان څخه بل ته د نږدې تماس له امله، د جنسي او فزیکي اړیکو له لارې لېږدي.

زوروره تبه، د بدن د اندامونو درد او د پوټکي ضایع کېدل هغه نښې نښانې دي، چې په دغې ناروغۍ اخته شوي کس کې لیدل کېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د اېم پاکس اوسنۍ او پخوانۍ دواړه بڼې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ته ورته دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا