اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مجاهد: د یوناما اعتراض ګستاخي ده

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د «امربالمعروف او نهې عن المنکر» د قانون په اړه د یوناما او ځینو نورو جهتونو اندېښنې بې اساسه وبللې.

مجاهد زیاته کړې، چې کوم مسلمانان یاد قانون ردوي هغوی د ایمان له زوال سره مخ دي.

نوموړي ویلي، هر هغه غیر مسلمان چې د یادو قوانینو په اړه اندېښنه ښيي او یا یې ردوي باید ځان په اسلامي قوانین پوه او درناوی یې وکړي.

د مجاهد له قوله په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «موږ ټولو جهتونو ته وایو دغه شرعي قوانین له اسلامي مصادرو څخه اخذ شوي او د اسلامي شريعت د حنفي فقهې په رڼا کې ترتيب شوي دي. د هر قانون، هرې مادې او فقرې تخريج يې د فقهې له معتبرو او منل شويو مصادرو څخه شوی، ټول مصادر او منابع يې هملته ور لاندې ليکل شوي.»

د یادې ډلې په خبرپاڼه کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون پر وړاندې د یوناما په ګډون د ځینو جهتونو اعتراض ګستاخي بلل شوې ده.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې ده، چې که دا قانون د مسلمانانو له خوا ردیږي او نیوکه پرې کیږي؛ نو له دین څخه د دوی د بې خبرۍ په معنا ده او ایمان یې له زوال سره مخ دی.

نوموړي په ټولو مسلمانانو غږ کړئ: «په دغو اسلامي قوانینو چې د شریعت احکام دي، ځانونه پوه کړئ او له خپلو علماو څخه په دې اړه پوښتنې وکړئ.»

د طا-لبانو ویاند ویلي، چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او په اسلامي ټولنه کې اسلامي قوانین د اجرا وړ دي.

ښاغلی مجاهد وایي، چې د دغو اسلامي قوانینو د پلي کولو په برخه کې دې هېڅوک اندېښنه نه لري؛ ځکه قوانین د هېچا لپاره هم محدودیت نه دي، نه د چا په حق کې تېری او نه هم په چا ظلم او زیاتی دی.

د خبرپاڼې په یوې بله برخه کې راغلي، چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر نوي قوانین به په مناسبو لارو پلي شي او د ټولو پر وړاندې به له نرمۍ څخه کار واخیستل شي.

د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: «د بېلابېلو جهتونو دغه ډول بې ځایه اندېښنې د اسلامي امارت په دریځ کوم اغېز نشي لرلی، ځکه د شريعت د تطبيق او نفاذ لپاره مو بې سارې قربانۍ ورکړي او په دې برخه کې موږ د خپل مجاهد ملت او شهیدانو سپېڅلو ارمانونو ته متعهد یو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طا-لبانو مشر تېره اونۍ د امربالمعروف او نهې عن المنکر نوی قانون توشیح کړ.

په دې قانون کې له محرم او حجاب پرته د ښځو په ګرځېدو بندیز لګول شوی او همداراز د نارینه و پر جامو او ږیرې پر څارنې ټینګار شوی دی.

دغه قانون د یوناما په ګډون د بشري او د ښځو د حقونو د فعالانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.

یوناما په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د طا-لبانو د نوي قانون له مخې د خلکو د حقونو اخیستل او په دوامداره وېره کې ساتل به د طا-لبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ جوړجاړی نور هم ستونزمن کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا