اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

جوزپ بورل: د طا-لبانو نوي قانون له امله حیران او اندېښمن یو

دید خبرې آژانس: د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزپ بورل ویلي، د اروپايي ټولنې غړي د طا-لبانو د امر بالمعروف له‌خوا د نوي قانون له امله حیران او اندېښمن دي.

نوموړی وايي، اروپايي ټولنه د افغان ښځو له حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې نه شي زغملای.

نوموړي د اروپايي ټولنې په استازیتوب په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طا-لبانو نوی قانون له دغې ډلې سره د اړیکو د عادي کولو او په رسمیت پېژندلو کې یو بل خنډ دی.

د طا-لبانو ویاند د امر بالمعروف او نهې عن المنکر پر قانون د نړۍوالو نیوکې د اسلامي شریعت سپکاوی او «ګستاخي» بللې.

بورل پر طا-لبانو غږ وکړ، چې «د افغان ښځو او نجونو له حقونو څخه سیستماتیکې او پراخې سرغړونې پای ته ورسوي.»

نوموړي زیاته کړه، چې د ښځو سره د طا-لبانو چلند د جنسیتي ځورونې په توګه ګڼل کېږي او کېدای شي، د روم د اساسنامې له مخې د بشریت ضد جرم وګڼل شي.

اروپايي ټولنې د امربالمعروف په نوي قانون کې د پراخو واکونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د یاد قانون له مخې دغې ادارې ته نور اجراییوي واکونه ورکول کېږي.

اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۱ پرېکړه لیک ته په اشارې سره ویلي، چې د اړیکو عادي کېدل او د طا-لبانو په رسمیت پېژندنه په دې شرط ده چې طا-لبان له افغانانو او نړۍوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي.

د طا-لبانو د امربالمعروف وزیر تېره ورځ په سرپل کې په یوه غونډه کې وویل، «امربالمعروف او نهې عن المنکر یو الهي حکم دی او سل په سلو کې یې پلي کوي.»

هغه د نړۍوالو نیوکو ته په اشارې سره وویل:« شریعت زموږ دی، ملت زموږ دی، اسلامي نظام زموږ دی، تاسو څوک یاست چې د شریعت په اړه پرېکړه وکړئ؟»

د نړۍ د اغېز ناکو هېوادونو له سختو څرګندونو سره، سره د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د دغو هېوادونو د سفارتونو پر پرانېستلو ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا