اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

علی احمد جلالی: طا-لبان له دا/عش سره توپیر نه لري

دید خبرې آژانس: د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي د طا-لبانو نوی توشیح شوی قانون «شرموونکی» وباله او ویې ویل چې دا په عملي توګه په هېواد کې د ښځو زنداني کول دي.

هغه وویل، «دغه قانون وښودله چې په فکري لحاظ د دا/عش او طا-لبانو ترمنځ توپیر نه شته.»

طا-لبان ځانونه د حنفي فقهې پیروان ګڼي او دا/عش ته «خوارج» وايي. دا/عش سلفي ذهنیت لري. دواړه ډلې له کلونو راهیسې په افغانستان کې په جګړه بوختې دي.

طا-لبان په افغانستان کې د داعش د له منځه وړلو ادعا کوي. خو نړۍوال سازمانونه وايي چې داعش په افغانستان کې پياوړی شوی او د منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران ته د ننوتلو په لټه کې دی.

علي احمد جلالي، چې د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون استاد دی، د یکشنبې په ورځ په ایکس پاڼه لیکلي چې د طا-لبانو نظریه کولی شي «ځوانان په سیمه او نړۍ کې په تاوتریخجنو سخت دریځو بدل کړي.»

د طا-لبانو د عدلیې وزارت د دې اوونۍ د چهارشنبه په ورځ ویلي، چې د دغې ډلې مشر د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» قانون توشیح کړی دی.

دغه قانون د طا-لبانو په رسمي جریده کې له یوې سریزې، څلور فصلونو او ۳۵ مادو سره خپور شوی دی.

د دغه قانون له مخې د موسیقۍ غږول، له محرم او حجاب پرته د ښځو لېږدول او په موټرو کې له نارینه وو سره د ښځو ګډ سفر منع دی.

دغه قانون د ښځو مخ، بدن او غږ د «عورت» په توګه ګڼي او هم یې د «نامحرم» په مخ کې یې ښکاره کول جرم بولي.

د طا-لبانو له خوا د امربالمعروف قانون توشیح کېدو پراخ کورني او نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د امربالمعروف قانون «له ښځو سره د کرکې سل پاڼې» بللی دی.

یوناما هم ویلي چې دغه قانون به طا-لبانو ته دا ناشونې کړي چې له نړۍ سره اړیکې عادي کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا