اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

خالد حنفي: هیڅوک حق نه لري چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د «امربالمعروف او نهي عن‌ المنکر» وزیر محمد خالد حنفي فاریاب کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، «هیڅوک حق نه لري چې د ناوړه دودونو له مخې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.»

طا-لبانو په دې وروستیو کې پر ښځو نور بندیزونه هم ولګول.

خالد حنفي دا خبرې داسې مهال کوي چې د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله د «امربالمعروف او نهي عن‌ المنکر» د قانون په توشیح کولو سره پر افغانو ښځو بې شمېره نوي بندیزونه لګولي چې له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي.

د طا-لبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن یکشنبه د (وږي څلورمه) د دغې ډلې د «امربالمعروف او نهي عن‌ المنکر» وزیر محمد خالد حنفي له قوله ویلي، چې حنفي فاریاب کې د دغه ولایت له چارواکو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره په یوه غونډه کې ویلي، چې «هېڅوک حق نه لري چې د ناوړه دودونو له مخې د ښځو حقونه د پښو لاندې کړي.»

نوموړي زیاته کړې: «موږ د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکولو ته ژمن یو او هر هغه څوک چې په یاده برخه کې شکایت لري شکایت یې اورېدل کېږي او حل کېږي.»

طا-لبانو د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۳۱مه وویل، چې د دغې ډلې مشر «د امربالمعروف او نهې منکر» قانون توشیح کړی دی.

طا-لبانو په دغه قانون کې د ښځو په وړاندې ډیر سخت بندیزونه لګولي چې د ښځو بشپړ بدن پټول په کې جبري ښودل شوي او دا یې هم په کې ویلي، چې «د ښځې غږ عورت دی.»

تېره اوونۍ خالد حنفي په کندوز کې یوې غونډې ته ویلي و، چې «شریعت پلی کوو» او په دې برخه د هیچا فشار نه منو.

واک ته د طا-لبانو تر رسېدو وروسته درې کاله کیږي، چې نړۍواله ټولنه او د سیمې هیوادونه له طا-لبانو غواړي چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د وګړو ټول بشري حقونه دې په پام کې ونیسي، خو طا-لبان وايي، دوی د خپلې خوښې حکومت کوي او د نورو دا ډول څرګندونې په خپلو چارو کې لاسوهنه بولي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا