اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

حزب الله په اسراییلوانتقامي بریدونه پیل کړل

دید خبرې آژانس: د لبنان حزب الله اعلان وکړ چې نن سهار (یکشنبه، وږي ۴مه) یې پر اسرائیلو خپل پراخ غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي.

د رویټرز راپور ورکړى، چې د لبنان حزب الله ویلي چې پر اسرائیلو یې ۳۲۰ کاتیوشا راکټونه توغولي او په اسرائیلو کې یې  ۱۱ پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

د اسراییلو د دفاع وزیر یوف ګالانټ په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او د تل آويو له بن ګوریون هوايي ډګر څخه الوتنې هم ځنډول شوي دي.

په عین حال کې رویټرز ویلي دي چې د اسراٸیلو په شمال کې د اوسپنيز گنبد هوايي دفاع فعاله شوې او په دې سیمه کې د خطر زنګ هم پورته شوی دی.

تر اوسه د دغو بریدونو د تلفاتو په اړه کره معلومات نشته.

دغه خبري آژانس ویلي دي چې د حزب الله د پراخو بريدونو له پیلېدو مخکې اسرائیلي جنگی الوتکو هم په لبنان کې پر هدفونو بریدونه کړي دي.

په ورته وخت کې د اسرایلو پوځ اعلان کړى چې دوى له مخکې پوهېدل چې د لبنان حزب الله پر دغه هېواد د پراخو بریدونو تیاری نیسي.

د لبنان حزب الله په یوه خبرپاڼه کې ويلي: «د بريد په لومړی پړاو کې مونږ په بیروت کې د اسرائیلو لخوا د فواد شکر د وژنې په اړه خپل ځواب بشپړ کړ. خو بشپړ ځواب ډېر وخت ته اړتیا لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د لبنان حزب الله له دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې په لبنان کې د اسرائیلو له خوا د خپل یوه قومندان فواد شکر د وژل کېدو په غبرګون کې به پر اسرائیلو برید وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا