اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مایکل مک‌کال: جو بایډن طا-لبان زړور کړل چې د ښځو حقونه له منځه یوسي

دید خبرې آژانس: د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر د طا-لبانو د امربالمعروف قانون ته په غبرګون کې ویلي چې له افغانستانه د جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا وتلو طالبان زړور کړل چې د ښځو د حقونو په برخه کې د څو لسیزو پرمختګونه له منځه یوسي.

مایکل مک‌کال زیاته کړه چې په میلیونونو ښځې او نجونې چې د طا-لبانو تر ظلمونو لاندې دي باید هېرې نه شي.

مک کال وویل: «د ولسمشر بایډن او مرستیالې کمالا هریس له خوا له افغان میرمنو سره د مرستې په اړه د تشو ژمنو وروسته، د طا-لبانو رژیم یو ګام نور هم پر ښځو برید کړی او ان په عام محضر کې یې د ښځو د مخونو په ښودلو بندیز لګولی دی.»

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر وویل، له هغه وخته چې د بایډن ـ هریس ادارې افغانان خوشې کړل،«طا-لبان یې هڅولي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د لسیزو پرمختګونه له منځه یوسي.»

هغه پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې طا-لبان په رسمیت ونه پیژني او پر خپل دریځ ټینګ پاتې شي.

د طا-لبانو د امربالمعروف او نهي المنکر قانون له پراخ کورني او نړۍوال غبرګون سره مخ شوی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا