اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

امریکا د کابل په هوايي ډګر کې برید د عاملینو په لټه کې ده

دید خبرې آژانس: د امریکا متحده ایالات د دا/عش خراسان ډلې غړي او د هغوی د هغو ملګرو په لټه کې دي چې د کابل په هوايي ډګر کې یې د دوى پر ځواکونو برید کې لاس درلود.

بزنس سټنډرډ د پنټاګون د یوې سرچینې په حواله ویلي چې که څه هم متحده ایالاتو د پېښې وروسته د عاملینو پرضد بریدونه وکړل، خو شبکه او ملګري یې په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي.

د امریکا د دفاع وزارت د ځانګړو عملیاتو او د کم شدته جګړې د قومندان مرستیال کریسټوفر مایر وویل:«موږ دې ارزونې ته دوام ورکوو چې آیا د کابل د هوايي ډګر په آسماني رنګې دروازه کې برید له یو څخه د زیاتو کسانو کار و چې په دغه برید کې یې د داعش خراسان ډلې په ګټه اس درلود.»

هغه زیاته کړه چې د داعش خراسان ډلې د متحدینو او شریکانو ترمنځ ګډوډیو د دې ډلې توان کم کړی چې د امریکا پر ضد ورته برید وکړي.

د اګست د میاشتې په برید، چې پړه یې دا/عش خراسان ډلې منلې وه، لږ تر لږه ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له برید وروسته وویل: «موږ يې نه بښو، موږ يې نه  هېروو، موږ به تاسو تعقیب کړو او حساب به درسره وکړو.»

اوس، کریسټوفر مایر وايي چې دوی د دې کار ترسره کولو په حال کې دي، او د ځانګړو عملیاتو ځواکونو او د متحده ایالاتو د ټیټ شدت جګړې شبکې دې ډلې د پام وړ ضربه رسولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال سیاست په برخه کې څیړونکو او امریکایي چارواکو هم په وار وار په د داعش خراسان ډلې لخوا د افغانستان په منشاء د امريكا پر ګټو د د بريد د توان په اړه خبرداری ورکړی دى.

د پنټاګون یوه ویاند تېره ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، که د افغانستان په ګډون په هغو سیمو کې چې قانون حاکم نه وي، د دا/عش خراسان بیا را پياوړي کېدای شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا