اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

آلمان: د طا-لبانو د امربالمعروف نوی قانون له ښځو څخه سل پاڼې نفرت دی

دید خبرې آژانس: د المان د بهرنیو چارو وزیره وایي، چې د طا-لبانو د امربالمعروف او نهې المنکر نوی قانون «له ښځو څخه لکه سل پاڼې نفرت» دی.

انالنا بربوک وویل، چې طا-لبان په دې قانون سره د افغانستان نیمایي نفوس چوپتیا ته مجبوره کوي.

نوموړې وایي؛ دې قانون یو ځل بیا وښوده چې له افراطي اسلام ګرایانو سره د اړیکو جوړول ناشونې ده.

مېرمن بربوک د جمعې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د طا-لبانو د امربالمعروف نوی قانون غیر انساني دی.

هغې دغه راز ولیکل: «دغه قانون چې په افغانستان کې د ښځو حیثیت، حقوق او غږ محدودوي، غیر انساني کړنه ده.»

د طا-لبانو د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ددې ډلې مشر د طا-لبانو د امربالمعروف نوی قانون توشېح کړی دی.

په دې ۳۵ ماده ییز قانون کې چې پنځه فصلونه لري ویل شوي، چې «د فتنې له وېرې د ښځې ټول بدن او مخ پټول» اړین دي.

د دغه قانون له مخې؛ د موسیقي خپرول، له محرم او حجاب پرته د ښځو تګ او په موټرو کې د نارینه او د ښځو يوځای کول منع دي.

په دې قانون کې د ښځو مخ، بدن او غږ عورت بلل شوی او د نامحرم پروړاندې یې ظاهر کېدل جرم اعلان کړی دی.

طا-لبانو له دې قانون مخکې هم د ښځو پروړاندې سخت محدودیتونه لګولي و.

د طا-لبانو په دستور له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي دي او پوهنتونونو ته هم د نجونو د تګ مخه نیول شوې ده.

اوس بیا د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت دغه نوي قانون ډېر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د بشري حقونو فعالان دا قانون بشري ضد ګڼي او د ښځو د حقونو فعالان په دې باور دي، چې طا-لبان په سیستماتیک ډول ښځې له ټولنې څخه لرې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا