اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

د بشري حقونو څار: د بینټ پر سفر د طا-لبانو بندیز د « شرم وړ » دی

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ د سفر د بندیز په غبرګون کې د طا-لبانو دا پرېکړه «شرم وړ» بللې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د د اسیايي څانګې مشر آلين پیيرسون پر اېکس یوه لیکنه کې ویلي چې د بشري حقونو په اړه د طا-لبانو «بشپړ بې پامۍ» ته په کتو دا پرېکړه د حیرانتیا وړ نه ده.

هغه همدا راز ټینګار وکړ چې دا بندیز باید په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په مستند کولو او حساب ورکوونې په اړه د نړيوالې ټولنې هوډ لا پياوړى کړي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي پر راتګ د بنديز په اړه د طا-لبانو پرېکړې  پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ریچارډ بینټ د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې افغانستان ته د هغه د راتګ له بندیز سره سره له افغانانو سره د هغه ژمنه پخپل ځاى پاتې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا