اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د اسلامی امارت په زندانونو کې ۲زره ښځې بندیانې دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د زندانونو د نشراتو مشر صفي الله جلالزي وویلي چې اوس مهال د دوی په زندانونو کې ٢ زره ښځې بنديانې دي.

هغه زیاته کړه چې دا ښځې د «کور څخه د تېښتې، غلا او د نشه يي توکو اړوندو قضیو» په تور په زندانونو کې بنديانې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول د طا-لبانو له خوا د خلکو په «خپل سري» نیولو نیوکې کړي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو بنسټونو راپورونه ښيي چې طا-لبانو په تېرو درېیو کلونو کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو لسګونه فعالانې « د خپلو حقونو لپاره د غږ پورته کولو» له امله نیولې دي.

تر دې وړاندې د ښځو د حقونو فعالې زرمینې پرياني په خپلو خبرو کې په ډاګه کړې وه، چې د طا-لبانو په زندان کې د دوی د نارینه وو له خوا بربنډه شوې ده، چې دغې مسٸلې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا