اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د رسنیو پر خپرونو باندې د طا-لبانو اصلاحات

دید خبرې آژانس: په داسې حال کې چې طا-لبانو په هېواد کې د رسنیو پر فعالیتونو سخت بندیزونه لګولي دي، د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت ادعا کوي چې د هېواد د انځوريزو، غږیزو او چاپي رسنیو ۹۰ سلنه نشرات یې « اصلاح» کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د راپور پر بنسټ، طا-لبانو په سیستماتیک ډول په ۱۳ طرزالعملونو سره په افغانستان کې د رسنیو آزادي او معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی دی.

دغه وزارت  همداراز وايي چې په تېر کال کې یې ۳۰ زره «غیر اخلاقي فلمونه» هم له منځه وړي دي. خو د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت په دې اړه جزیات نه دي ورکړي.

ياد وزارت د دغه اقداماتو موخه «د ټولنې اصلاح کول»بللي دي.

وروسته له هغه چې طا-لبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت رسنیو ته په يوه لیک کې له هغوى وغوښتل چې د دغه وزارت له حکم سره سم په رسنیو کې د ښځو ګډون عيار کړي.

د طا-لبانو دغه وزارت رسنیو ته امر کړی چې ښځې دې د ښځينه خبریالانو په ګډون په تلویزیونونو کې د راڅرګندېدو پر مهال ماسک واغوندي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان  کې د امربالمعروف وزارت د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکى بللی دی.

دغه سازمان وايي، په ولایتونو کې د طا-لبانو د اړوندو کسانو چلند او کړنې په کابل کې د دوی د چارواکو له فرمانونو، حکمونو او ادعاوو سره توپیر لري.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د طا-لبانو د واکمنۍ په درېیم کال کې د رسنیو د ازادۍ او خبریالانو د ګواښونو او نیول کېدو په ګډون ۱۸۱ پېښې ثبت شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا