اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍټولنه

اوچا: ۲۰۲۳ مرګونى کال وه

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، ۲۰۲۳ کال د ملګرو ملتونو د مرستندویه کارکوونکو لپاره تر ټولو مرګونى کال و، چې په ټوله نړۍ کې ۳۳ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو نړیوالې ورځې په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال تر اګست میاشتې پورې په ټوله نړۍ کې ۱۷۲ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي، چې ډېری یې په غزه کې دي.

د راپور له مخې، سوډان، سويلي سوډان او یمن هغه هېوادونه دي چې په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه کارکوونکو پکې تر ټولو ډېر وژل شوي دي.

اوچا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مخالفو خواوو لخوا د مرستندویه کارمندانو د وژلو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راتواته ويلي، په هېواد کې د بشردوستانه هڅو د بریالیتوب لپاره د ښځو بشپړ ګډون اړین دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی او واک ته له رسېدو راهیسې یې په کورنیو ادارو کې د دوى کار محدود کړی دی.

طا-لبانو واک ته له رسېدو راهيسې، د ښځو د حقونو او ازادیو په اړه شاوخوا ۷۰ فرمانونه صادر کړي، چې د کارپوهانو په وینا په هېواد کې یې پر بشردوستانه فعالیتونو مستقیمه اغېزه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا