اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

طا-لبانو له روسیې سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

دید خبرې آژانس: په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، اسلامي امارت له روسیې سره ښې اړیکې غواړي او ویې ویل: له روسیې سره د افغانستان د پخواني حکومت د ښو اړیکو تصور هم ناشونی و؛ ځکه پخوانی حکومت امریکا پلوه وو.

په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چې اسلامي امارت له روسیې سره ښې اړیکې غواړي.

شاهین له ریانوفسي خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، موږ له روسیې سره ښې اړیکې غواړو.

نوموړي په دې مرکه کې چې د شنبې په ورځ (د اسد ۲۷مه) خپره شوه وویل: له روسیې سره د افغانستان د پخواني حکومت د ښو اړیکو تصور کول “ناممکن” وو. سهیل شاهین وویل چې د افغانستان پخوانی حکومت «امریکا پلوه» و.

شاهین په دې مرکه کې وړاندیز وکړ چې له روسیې سره د افغانستان د اړیکو د پراخولو لپاره دې د دواړو لورو پلاوي مسکو او له روسیې څخه کابل ته سفرونه وکړي.

روسیه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې اسلامي امارت په رسمیت نه پیژني، خو له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري او په مسکو کې یې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د روان کال د سرطان په میاشت کې ویلي وو چې له اسلامي امارت سره د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په اړه د لا ډېرو بنسټیزو خبرو اترو اړتیا ده.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د لاوروف د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د ګډو مسایلو په اړه له ټولو خواوو سره د نتیجې پر بنسټ خبرو ته چمتو دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا