اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د ملا هبت الله آخندزاده لخوا؛ د روغتیا وزارت له معینیت ډاکټر لرې او پر ځای یې ملا وټاکل شو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو مشر د دې ډلې د حکومت د روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین ډاکټر عبدالباري عمر له دندې لرې او پر ځای یې د اوبو او انرژۍ معین مولوي حمدالله زاهد د هغه ځایناستی وټاکه.

ملا هبت الله اخوندزاده په مقابل کې ډاکټر عبدالباري د افغانستان برېښنا شرکت د رییس په توګه وټاکه.

د برېښنا شرکت پخوانی مشر ملا محمد حنیف هم د مخابراتو وزارت اداري او مالي معین ټاکل شوی دی.

د طا-لبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خپل اېکس کې د دې ډلې د مشر له خوا د نورو ګومارنو خبر هم ور کړی چې په ولایتي او نظامي کچه شوې دي.

په دوی کې تر ډېره پام د روغتیا وزارت لپاره د یوه ملا ګومارلو ته اوښتی دی.

د ۲۰۲۱ د اګسټ پر ۱۵ د طا-لبانو له واکمنېدو راهیسې پر دې ډله پرلپسې نیوکې دا هم دي چې د وزارتونو او معینیتونو په کچه هم د مسلکي کسانو پرځای ملایان ګوماري.

دا ډله د پخوانیو مسلکي کسانو لرې کولو سره په ځینې برخو کې د ملایانو پر ځای د خپلې خوښې کسان هم ګوماري چې له امله یې بهر ته د لوستي پاړکي مهاجرت زیات شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا