اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د ازبیکستان لومړی وزیر کابل ته راغلي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې ‏د ازبیکستان لومړی وزیر عبدالله عارف ‌اوف نن (د زمري ۲۷مه) د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته ورسېد.

دغه وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د طا-لبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي، د طا-لبانو د صنعت او سوداکرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د دغه وزارت معین احمدالله زاهد له‌خوا یې تود هرکلی وشو.

کابل ته د ازبیکستان جمهوریت د لومړي وزیر عبدالله عارف د سفر موخه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته او سوداګریزو اړیکو کې ګډون او د ازبیکستان د تولیداتو د نندارتون پرانیستل دي.

د طا-لبانو د صتعت وزارت د مالوماتو له مخې، دغه نندارتون نن پرانیستل کېږي.

ازبیکستان له طا-لبانو سره ډېرې نږدې اړیکې پالي او په هغه هېواد کې یې د دغې ډلې نوی سفیر هم منلی دی؛ خو لا یې هم د دغې ډلې لهخوا جوړ شوی حکومت د نورو هېوادونو په څېر په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا